د۱۴۰۱ کال، جوزا ۲۳ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۸ - ۱۲:۴۹


د علمي برنامو او د زده کړیالانو ظرفیت لوړونې په لړ کې د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې د رسمیت پېژندنې او ملګرو ملتونو کې د استازولۍ تر لاسه کولو په موخه ځانګړی  پروګرام دایر شو.
په دغه ځانګړي پروګرام کې چې پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس او د بېلابېلو پوهنځیو استادانو او محصلینو برخه درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
لومړی د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنیار عبدالمتین جلیلي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو او د هغه پر اړتیا او ضرورت مفصلې خبرې وکړې.
ورپسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي څو تنو زده کړیالانو د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې تر عنوان لاندې ترتیب کړي سمینارونه ارایه او همدا شان څو تنو زده کړیالانو په ملګرو ملتونو کې د استازولي چوکۍ د تر لاسه کولو پر موضوع  تمثیلي ټوټه وړاندې کړه.
په وروستیو کې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده زده کړیالان وهڅول چې د پروګرام جوړولو لپاره یې دومره زیار ایستلی او ورته یې په راتلونکي کې د لا بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS