د دریو پروژو یعنې احاطې، منځ سړک او حقوقو پوهنځي د ستونزو په حل او چارو ژر بشپړیدو نن د ولایت مقام کې ناسته تر سره شوه!

pu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۲:۱۷
a
د دریو پروژو یعنې احاطې، منځ سړک او حقوقو پوهنځي د ستونزو په حل او چارو ژر بشپړیدو نن د ولایت مقام کې ناسته تر سره شوه! دا ناسته چې د پوهنتون قدرمن رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي په غوښتنه جوړه شوي وه، چې د اقتصاد قدرمن رییس بهرام بهیر، د کور او ښار جوړولو قدرمن رییس ښاغلي انجنیر محمدرحیم افغان، د سکتور سرپرست رییس صیب ښاغلی انجنیر سلطان احمدزي او د پوهنتون اداري مرستیال ښاغلي محمدالله ګردیزي پکې ګډون درلوده. ناستې ته د شرکتونو مسؤلین هم راغوښتل شوي وو. د ناستې په پیل کې د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د دې پروژو په ځنډ، ستونزو خبرې وکړې او ټینګار یې په دې وو چې دا پروژې هر څومره ژر چې کیدای شي بشپړې شي. د کور او ښار جوړولو رییس هم د شرکتونو د کار په ټکني مخته تلو خبرې وکړې. وروسته د شرکتونو مسؤلینو د دې پروژو د پاتې چارو د ژر بشپړیدو ژمنه وکړه. د ناستې په پای کې د اقتصاد محترم رییس بهیر د شرکتونو مسؤلینو ته په واضح ټکو کې وویل چې د دې پروژو په برخه کې نور ځنډ د ولایت مقام ته د منلو نده او باید د یوې میاشتې په جریان کې بشپړې شي. وروسته د څلورو واړو ادارو درنو رییسانو د پوهنتون د عمومي کتابتون د ودانۍ له چارو څخه لیدنه وکړه او شرکت یې د کتابتون د ودانۍ د پروژې د چارو ښه تطبیق ته وهڅاوو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS