د سولې اړوند خبرو اترو (ګفتمان صلح) لپاره د پوهنتون په کچه له یودیرش تنو څخه د 10 تنو محصلانو د غوراوي ټاکنې تر سره شوې.

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۳:۱۴

 

د سولې اړوند خبرو اترو (ګفتمان صلح) لپاره د پوهنتون په کچه له یودیرش تنو څخه د 10 تنو محصلانو د غوراوي ټاکنې تر سره شوې.
۱۳۹۹/۱۲/۲۴
پکتیا پوهنتون کې د سولې اړوند خبرو اترو (ګفتمان صلح) برنامې لپاره د محصلانو ترمنځ د غوراوي ټاکنې تر سره شوې، چې په نتیجه کې یې له 31 نوماندانو څخه 10 تنه محصلان یادې برنامې ته وټاکل شول.
د یادې برنامې لپاره د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي، د پکتیا ولایت مقام مرستیال الحاج عبدالولي سهي، د ولایت مقام دفتر رییس اجمیر ځلاند، د مدني ټولنو په استازولۍ احمدالله احمدي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې په استازولۍ احسان الله علي خیل د کمیسون غړي و، چې مشري یې د ولایت مقام مرستیال والي پر غاړه وه.
د غونډې پیل د قرآن په پاکو او مبارکو آیاتونو وشو.
د معرفي او ښه راغلاست وینا د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي وکړه.

ورپسې د ولایت مقام مرستیال والي الحاج عبدالولي سهي د ګفتمان صلح په اړه مفصلې خبرې وکړې، نوموړي یاده برنامه د سولې په باره کې ډېره ګټوره یاده کړه او د دې برنامې په اړه یې ګډونوالو ته بشپړ مالومات ورکړل. همدارنګه مرستیال والي د پوهنتون د ټولو محصلانو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ څخه رضایت وښوده، نوموړي یاده کړه چې دا زما لپاره لومړی ځل و، چې دومره په اسانۍ او د ورورۍ په فضا کې موږ ټاکنې تر سره کړې.
د ولایت مقام د فتر رییس اجمیر ځلاند د نوماندانو د غوراوي په طرزالعمل خبرې وکړې، په دې برخه کې یې پوره مالومات ورکړل.
د غونډې په پای کې د مختلفو پوهنځیو څخه 10 تنه محصلان د ټاکنو له لارې وټاکل شول او د کمیسون له خوا تائید شول.
اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS