د ۱۴۰۱ کال، ثور ۲۰ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۵:۳۲
a

د ۱۴۰۱ کال، ثور ۲۰ مه، پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته پوهنمل محمد نعیم وصال د نوي معاون په توګه ورمعرفي شو. د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د نوموړي د معرفي په مراسمو کې د محــــــــــــصلانو چارو له پخواني مرستـــیال پوهنمل نقیب الله ځاځي څخه د زړه له تله مننه وکړه. پوهنتون رئیس د ښـــاغلي ځاځي کړنې وستایلې او هغه یې پر کار پوه او تجربه کار شخص یاد کړ، خو په خبره یې ادلون بدلون د یوې ادارې اصل دی. هغه د محـــــــــصلانو چارو نوي مرستـــــــیال ته د دندې د مــــبارکي ترڅـــــــنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه. وروسته د پوهــــــــنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د محـصلانو چارو لپاره نوي مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصـــال ته په چارو کې د بریا هیله وښوده او په خبره یې مونږ ټول به په ګډه کار کوو تر څو هغه څه ته چې د پوهنتون لپاره د خلکو او ولس غوښتنه ده ورسیږو. نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS