د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۶ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۸:۱۵
a

د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۶ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د مالي او تدارکاتي کمېټې ناسته وشوه.
ناستـه د قرانـکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې د مــالي او اداري چارو مرستــیال سیف الله محمدي د کمېټې ګډونوالو ته چې د محصلانو چـارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال، اقتصــاد پوهـــنځي رئیــس پوهنمل شفیع الله غوثي او د تضمــین کیفیت امـــــر پوهنمل دوکتور نوراجان عاطف یې هم برخوال و،  د ښـــه راغلاست ویلو ترڅنګ د ۱۴۰۱ مالي کال اړوند یو شمېر موضوعات مطرح کړل.
وروســــته د کمېټې ګډونوالو په روان مالي کال کې د پکتیا پوهنتــون لپاره په مالي برخه کې لومړیتوبونه په نښه او د ځینو مسائلو  په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت) موضوعاتو باندې ځانګړې یوه ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت). . .

BACK TO NEWS