د ۱۴۴۴ کال، رمضان المبارک ۱۱مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۴:۴

پکتیا پوهنتون کې اداري ناسته ددې پوهنتون د مالي او اداري مرستیال سیف الله محمدي تر رهبري لاندې دائره شوه.
ناسته کې چې د بېلا بېلو څانګو اداري کارمندانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
ورپسې اداري مرستیال سیف الله محمدي د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هغوی ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
د ښاغلي محمدي په خبره هڅه کوي له دې وروسته تر خپلې وسې پورې د زده کړیالانو لپاره د بدل اعاشې په برخه کې لازمې اسنتیاوې رامنځته او پر خپل وخت ورکړل شي.

هغه په دې برخه کې له تدریسي مدیر صاحبانو څخه د بشپړې همکاري غوښتنه وکړه، تر څو ټولو چارو ته په خپل وخت رسیدګي وشي.

وروسته ناســـــته کې له اجنډا سره سم پر یو شمېر مسائلو بحث وشو او د ځینو موضوعاتو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

BACK TO NEWS