۱۴۴۵/۴/۲۳ د پکتیا پوهنتون علمي شورا ناسته

pu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۲:۳

۱۴۴۵/۴/۲۳ د پکتیا پوهنتون علمي شورا ناسته

سه شنبه پکتيا پوهنتون کې د دې پوهنتون د رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي تر مشرۍ لاندې د علمي شورا نوبتي ناسته دایره شوه.

ناسته کې چې د علمي چارو مرستيال پوهنمل عبدالله مسلم، محصلانو چارو مرستيال پوهنمل محمد نعيم وصال د پوهنځيو ريیس صاحبانو او د علمي شورا نورو غړو برخه درلوده، پيل يي له معمول سره سم د قرآن کريم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

 

ورپسي د پوهنتون رئيس مولوي عبدالحکیم حمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي  ويلو تر څنګ د شورا له ګډونوالو څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې د افغانستان اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس کې یې ستړې وګاللې او له برکته یې کنفرانس په ښه ډول پای ته ورسېده.

ښاغلي حمدي همدارنګه د تضمین کیفیت چارو ته پاملرنه د ټولو ګډ مسؤلیت وګاڼه، چې له کبله یې وکولای شي، هغه برخې چې د تضمین کیفیت له اړخه ستونزې لري، رسیده ګي ورته وشي.

همدارنګه د عــــلمــــــي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د پوهنتون پر سطحه د کمېټو د چارو پر لا  ښه تنظیم کولو له ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.

ورپســـې د پوهنتون مــحصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال د دوهــم سمستر پر وروستیو ازموینو او له هغوئ څخه پر منظمو لېدنو او تعقیب د علمي شورا له ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.

وروسته ناسته کې له اجنډا سره سم پر ځينو موضوعاتو لکه د یو شمېر ډیپارټمنټونو د چارو پر انسجام، د استادانو پر تقرر او ترفېعاتو ازاد بحث وشو او د یو لړ موضوعاتو پر سر لازم تصامیم هم ونیول شول.

 ناستــــه له مـــعــــمول ســـــره سم د دعائې په ويلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړيکو عمومي مدیریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

BACK TO NEWS