د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.
د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.
چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم (۲۳) مه چی د۱۴۰۴ ه ش کال سلواغې میاشتې له (۲۲) مې نبټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون مالوماتي ټکنالوژي امریت له لوري اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستمونو) سره د بلدتیا او کارونې په پار یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.
په دائر شوي یو ورځني ورکشاپ کې د مالوماتي ټکنالوژي د آمر عبدالبصیر سیرت او مدیر سیدمقصود موسوي له لوري اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستمونو) سره د ښې د بلدتیا په موخه ځانګړي پریزینټېشنونه ارایه او ورته ډېر څه په عملي بڼه هم وښودل شول.
