پکتیا پوهنتون د نوي کال لومړۍ ورځ په بیله بڼه پیل کړه!

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۳:۴۷
first

 

پکتیا پوهنتون د نوي کال لومړۍ ورځ په بیله بڼه پیل کړه!

د پکتیا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د تمثیلي محاکمو اړوند د نړیوالو مسابقاتو په لړ کې نن د برازیل هېواد له (Universidade Federal do Rio Grande do Sul) پوهنتون سره مسابقه ترسره کړه، د پوهنتون فعال او هڅاند رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د ګڼو مصروفیتونو سره سره د پوهنتون او هېواد سره د بي ساري میني په درلودلو سره نن د نوروز په لومړۍ ورځ د یادې مسابقې څخه له نږدې لېدنه وکړه، د حقوقو پوهنځي د تمثیلي محاکمو د ټیم لاسته راوړنې یې وستایلې، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د تمثیلي محاکمو د کوچ او ريیس پوهنیار محمد شریف څار څخه یې مننه وکړه او د نوموړي هڅې یې د ټیم د ښې روزنې او پوهنځي د بهبود په برخه کې وستایلې.
د پوهنتون درانه رییس نن د پوهنتون په داخل کې له یو شمېر محصلانو سره هم ولیدل او هغوي یې وهڅول چې خواري وکړي تر څو د دې هېواد د پرمختګ لپاره د مؤثر کار جوګه شي.
د پوهنتون قدرمن رییس د پوهنتون له ساتونکونکو سره ولیدل او له هغوي یې مننه وکړه چې د پوهنتون څخه ساتنه کوي او محصلانو ته د خوندي چاپیریال په برابرولو کې ونډه اخلي.
همدارنګه د خویندو د لیلیې له طعام خانې یې لیدنه کړي، اشپزانو څخه د مننې تر څنګ یې له هغوي غوښتي چې د خوړو په برابرولو کې خواري وکړي.
موږ د نوي کال مبارکي ټولو اتلو هېوادوالو ته وایو او لوی الله ج ته لاسونه لپه کوو چې نور په دې هېواد کې تل پاتې سوله راولي.
د ښېرازه او په ځان بسیا افغانستان لیدو په هیله

اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS