د انجنیري پوهنځي پنځم نندارتون تردې شعار لاندې (زموږ اوبه زموږ ابرو ده) او د کمال خان بند په ویاړ تر سره شو

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۳:۵۴
fifth

د انجنیري پوهنځي پنځم نندارتون تردې شعار لاندې (زموږ اوبه زموږ ابرو ده) او د کمال خان بند په ویاړ تر سره شو
شنبه، 1400 ل. ل د وري اوومه نېټه
د پکتیا پوهنتون، انجنيري پوهنځي برق او الکترونکس څانګو نوښتګرو محصلانو یو ځل بیا د تېر په څېر نندارتون نندارې ته وړاندې کړ.
یاد نندارتون چې د کمال خان بند د افتتاح په وياړ جوړ شوي وه، د پکتیا پوهنتون رييس ښاغلي پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي، علمي مرستیال پوهندوی دکتور عبدالله احمدي، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي او د مختلفو پوهنځیو درنو استادانو او محصلانو پکې ګډون درلوده.
غونډه د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل شوه، وروسته ملي سرود وغږول شو، ورپسې د انجینري پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار نورالله انوري میلمنو ته راغلاست ووایه. ښاغلي استاد پوهنیار میرآغا معنوي د موډلونو په اړه معلومات وراندې کړل، ورپسې د پکتیا پوهنتون درانه رییس جلالزي د انجینري پوهنځي له زیارکښې رهبري او نوښتګرو محصلانو څخه مننه وکړه او ویې ويل چې د انجینري پوهنځي محصلانو دا کړنې د ستایلو دي، موږ به انشاء الله له دوي سره پوره همکاري کوو. وروسته د پکتیا پوهنتون محترم علمي معاون پوهندوی دکتور عبدالله احمدي محصلانو د هڅونې ترڅنک د لابراتوارونو او نورو بنسټیزو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې انشاءالله موږ به پوره هلې ځلې کوو تر څو د پکتيا پوهنتون محصلان د منظم لابراتوار درلودونکي وې. د نندارتون د غونډې په دویمه برخه کې د سیمنارونو لړۍ پیل شوه، چې محصلانو سیمنارونه د خپلو اړوندو موډلونو په اړه وړاندې کړل. د غونډې په وروستۍ برخه کې د محصلانو چارو هڅاند معاون د محصلانو سیمنارونو او موډلونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې موږ به انشاءالله د کلکو همکاريو پرمټ لا نور کار کوو ترڅو زموږ محصلان د پکتیا پوهنتون او انجینري پوهنځي لپاره ډېرې لاسته راوړنې ولري. نوموړي وویل زه باوري یم چې دغه نوښتګر محصلین کولای شي چې لدې نور ښه موډلونه نندارې ته وړاندې کړي. د انجینري پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار احسان الله منګل هم د محصلینو لاسته راوړنې وستایلې او د لاپرمختک هیله یې وکړه او په پای کې د انجینري پوهنځي د محصلینو عمومي استازي احمدالله مجروح د میلمنو، استادانو او محصلينو څخه مننه وکړه چې، زموږ سره یې ګډون کړی وو او د غونډې ترتيب کولو کې يي هلى ځلى کړې وى.
د نندارتون غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.
د يوه آباد، سوليز او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان ليدو په هيله.
اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS