د ۱۴۰۱ کال، زمري ۱۰ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۱:۰
a

د ۱۴۰۱ کال، زمري ۱۰ مه، پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون او التقوا خصوصي لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د همکاریو یو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو. د همکاریو دغه هوکړه لیک چې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده او التقوا خصوصي لوړو زده کړو موسسې د رئیس خوشحال جواد ترمنځ لاسلیک شو، له مخې به یې دواړه لوري د تالیف او ترجمې، علمي څېړنو، مجلې، استادانو ګمارنې او ترفیعاتو او انلاین علمي سمینارونو په برخه کې یو له بل سره پوره مرسته کوي. د یادونې وړ ده، چې راغلي هیئت د پکتیا پوهنتون د رئیس او علمي چارو مرستیال په ملتیا د ناستو له تالار، جمنازیوم، کتابخانې، مسلکي پرختیا مرکز او IT سنټر څخه هم لیدنه وکړه. نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS