د ۱۴۰۱ کال، مرغومې ۱۳مه،پکتیا پوهنتون

pu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۰:۸


د علمي شورا ناسته ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال تر رهبري لاندې دائره شوه.
ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، امرینو او استادانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د مولوي محمد خان روحاني له لوري دقرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
ورپسې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هغوی ته په چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه.
نوموړي له استادانو څخه وغوښتل چې خپلو ټولو فعالیتونو ته چې په علمي ډګر کې یې کوي، وده ورکړي او هیڅکله دې د خپل ځوان نسل د روزلو هڅې نه دریغ کوي.
وروسته ناسته کې  له اجنډا سره سم د ډیپارټمنټونو د چارو پر انسجام، د استادانو پر تقرر،  ترفېعاتو او یو شمېر نورو مسائلو بحث وشو او د ځینو موضوعاتو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS