د ۱۴۰۱ کال، سلواغې ۱۸ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۹:۴۶
a

د ۱۴۰۱ کال، سلواغې ۱۸ مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د غزني تخنیکي پوهنتون او پکتیکا لوړو زده کړو موسسې(۷) خالي کادري بستونو ته له (۳۰)تنو څخه کادري ازموینه واخیستل شوه. په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د ازموینې ګډونوالو ته د شفافیت ډاډ ورکړ. نوموړي د کادري ازموینې له ګډونوالو څخه هم وغوښتل چې له خپلې وړتیا څخه دې ګټه پورته کړي او تل دې د کامیابي او بریالیتوب راز په خپله پوهه کې ولټوي. بل خوا د غزني تخنیکي پوهنتون رئیس فدا محمد محمدي هم د پکتیا پوهنتون له رهبري او خصوصا د امتحاناتو له کمېټې څخه مننه وکړه، چې په خپلو چارو کې یې تل شفافیت او وړتیا ته لومړیتوب ورکړی دی.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت


 


 


 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS