د ۱۴۰۱ کال، کب لومړۍ، پکتیا پوهنتون

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۲:۵۰


پکتیا پوهنتون کې د علمي شورا  نوبتي ناسته ددې پوهنتون  رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې دائره شوه.
ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، بېلا بېلو څانګو امرینو او استادانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د پوهنځیو له رئیس صاحبانو څخه وغوښتل چې د راتلونکي پسرلني سمستر پیل ته باید پوره چمتوالی ولري.
نوموړي د استادانو او کارمندانو پر خپل وخت دندو ته حاضري لازمه وګڼله او د علمي شورا له غړو څخه یې هم وغوښتل چې پر خپل وخت باید ناستو ته حاضر شي.
ورپسې د شورا منشي د تېرې ناسې پرېکړې او تصمیمونو پر تعقیب مالومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
همدارنګه د پکتیا پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي ددې پوهنتون اړوند کمېټو پر جوړښت او د چارو پر انسجام خبرې وکړې.

وروسته ناسته کې  له اجنډا سره سم د ډیپارټمنټونو د چارو پر انسجام، د استادانو پر تقرر او ترفېعاتو او یو شمېر نورو مسائلو بحث وشو او د ځینو موضوعاتو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
ناسته د مولوي محمد خان روحاني له خوا د دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS