د ۱۴۰۱ کال، کب ۱۶مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۹:۱۸
a

د ۱۴۰۱ کال، کب ۱۶مه، پکتیا پوهنتون
سه شنبه په پکتیا پوهنتون کې د استادانو لپاره د درې ورځني دیني او علمي سمینار پرانیسته وشوه.
مراسم د معمول سره سم د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شول، ورپسې د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده درنو مېلمنو او استادانو ته  ښه راغلاست وویل.
د پوهنتون رئیس د سمینار پر پرانیسته خوښي څرګنده کړه
او دا یې د لوړو زده کړو وزارت له لوري یوه خاصه برنامه یاده کړه، چې له استادانو سره به د درس او تدریس په برخه کې پوره ګټور واقعې شي.
ښاغلي اخندزاده د علم او پوهې پر ارزښت هم مفصلې خبرې وکړې، هغه د ولایتي ادارو له مسؤلینو څخه هم وغوښتل چې له دوی سره  دې د دغه لوی تحصیلي نهاد په لا پیاوړتیا کې مرسته او همکاري وکړي.
ورپسې د پکتیا پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د سمینار پر جوړښت، ارزښت او اهمیت خبرې وکړې
همدارنګه د پکتیا امربالمعروف او نهی عن المنکر رئیس شیخ شرف الدین نقره کار د دندو او مسؤلیت په اړه وینا وکړې.
ښاغلي نقره کار مسؤلین د ولس او ټولنې خادمین یاد کړل او په خبره یې مونږ باید هیڅ کله د چا پر مخ د خپلو دفترونو دروازې ونه تړو.
هغه له استادانو څخه وغوښتل که یو میدان مو ګټلی خو بل میدان چې هغه اقتصادي پرمختګ دی، چې ګټل یې تاسو استادانو پورې اړه لري ترڅو له سختو شرایطو څخه راووځو او هیواد مو د ترقي او پرمختګ پر لور رهي شي.
ورپسې د حج او اوقافو رئیس شیخ عبدالستار سیرت د ټولنې په جوړښت کې د یوالي پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې، هغه له استاداتو څخه هم وغوښتل چې ځوان نسل ته د یوالي، اتحاد او اتفاق فکر ورکړي.
همدارنګه د قول اردو د پېژند مسؤل مولوي فدا محمد قاصد د اسلامي نظام د  پرمختګونه او لاسته راوړنو پر موضوع مفصل مالومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
هغه د امنیت ټینګښت، د منظم فوځ جوړېدل او په ډېرو نورو نظامي برخو کې پرمختګ د نوي حکومت لاسته راوړنې یادې کړې.
مراسم د دعوت او ارشاد امر مولوي محمد خان روحاني له لوري د دعائې پر ویلو او د بیراغ په پورته کولو سره پای ته ورسېدل.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS