د پکتیا علماؤ شورا غړو د پکتیا پوهنتون د چارو او فعالیتونو څخه د څارنې او ارزونې په موخه لېدنه وکړه.

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۱:۳۵
sho

د پکتیا علماؤ شورا غړو د پکتیا پوهنتون د چارو او فعالیتونو څخه د څارنې او ارزونې په موخه لېدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۴۶ کال، شعبان ۱۰مه،  د پکتیا علماؤ شورا غړو د پکتیا پوهنتون د چارو او فعالیتونو څخه د څارنې او ارزونې په موخه د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي او د پوهنتون مرستیالانو سره ګډه ناسته وکړه.

د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د پکتیا علماؤ شورا له غړو څخه مننه وکړه چې تل یې د دوی فعالیتونو او چارو څخه لېدنه او څارنه کړې او ورته یې د چارو د بهبود په موخه سالمې مشورې هم ورکړې.

بل خوا د پکتیا علماؤ شورا غړو هم د پوهنتون فعالیتونه او کړنې مثبتې وارزولې او مسؤلینو ته په چارو کې لا بریالیتوب هیله هم څرګنده کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS