دمسلکی پرمختیامرکز
ماموریت Mission
د ورکشاپونو، روزنیز پروګرامونو، سیمینارونو په دایرولو سره د استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو د مسلکي او پوهنیزو مهارتونو ظرفیت لوړول.
لرلید Vission
د مسلکي پرمختیا مرکز به استادانو، اداري کارمندانو، محصلینو او نورو اړوند افرادو ته دمسلکي ودې او پرمختګ او هم دعملي کار د فرصتونو په برابرولو کې هڅه کوي چې په هیواد او سیمه کې د یو مخکښ او د باور وړ مرکز په توګه را څرګند شی .
موخي Objective
- په مختلفو برخو کې د مسلکي ظرفیتونو روزنه او لوړول.
 - د تدریس او زده کړو د کیفیت لوړول.
 - د ښه مدیریت او غوره رهبري مهارتونو ته وده ورکول.
 - د معلوماتي ټکنالوژي او د کتابتون د کارکوونکو مهارتونه لوړول.
 - په تخنیکي برخو کي د استادانو او اداري کارکوونکو د مهارتونو لوړول.
 - د تدریس د نویو مېتودونو غښتلي کول SCL-OBE .
 - د څېړنو د کیفیت لوړول .
 - دمختلفو کمېټو د غړو د ظرفیت لوړول .
 - د Blended Learning اوLearning E- په برخو کې د استادانو ظرفیت لوړول.
 - دمحصلینو دمسلکي ظرفیت لوړولو لپاره زمینه برابرول او لازم اقدامات کول.