پکتیا پوهنتون کې د صنعت او تجارت وزارت او په پکتیا ولایت کې د صنعت او تجارت ریاست په بشپړه همکاري د خصوصي شرکتونو له لوري د (تور الماس) تر نامه لاندې د افغان توکو او تولید لومړی نندارتون پرانیستل شو.

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۳:۲۴
nan

پکتیا پوهنتون کې د صنعت او تجارت وزارت او په پکتیا ولایت کې د صنعت او تجارت  ریاست په بشپړه همکاري د خصوصي شرکتونو له لوري د (تور الماس) تر نامه لاندې د افغان توکو او تولید لومړی نندارتون پرانیستل شو.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې  ۱۸مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له ۲۱مې، سره سمون لري، پکتیا پوهنتون کې د صنعت او تجارت وزارت او په پکتیا ولایت کې د صنعت او تجارت  ریاست په بشپړه همکاري د خصوصي شرکتونو له لوري د (تور الماس) تر نامه لاندې د افغان توکو او تولید لومړی نندارتون پرانیستل شو.

د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې د پکتیا ولایت مرستیال والي شیخ صاحب انعام الله صلاح الدین، د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پکتیا ولایت د صنعت او تجارت رئیس، د ولایتي ادارې اړوند د یو شمېر ادارو استازو، د خصوصي شرکتونو مسؤلینو او عامو وګړو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

جوړو شویو مراسمو ته د پکتیا ولایت مرستیال والي شیخ صاحب انعام الله صلاح الدین د خبرو او وینا پر مهال د اتحادیو او شرکتونو مسؤلین وهڅول څو په خپلو کاروبارونو او تجارت کې کوښښ دا وکړي څو په اخلاص، صداقت او داسې ډول او طریقه یې ترسره کړي، څو د دنیا او اخیرت دواړو نېکمرغي یې په برخه شوې وي.

پکتیا مرستیال والي همدارنګه په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه، چې په ټول هیواد خصوصا په دې ولایت کې یې د پرمختګ چارې او  پروژې په خورا ښه شکل او منظم ډول سره مخته روانې دي.

جوړو شویو مراسمو ته د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي هم خبرې او وینا وکړه، هغه په خپلو خبرو کې تر ډېر په اسلام مبارک دین کې د تجارت او کاروبار پر ارزښت او اهمیت باندې له برخوالو سره مالومات شریک کړل.

د ښاغلي حمدي پر خبره که چېرې یو تاجر یا کاروباري په ښه نیت او اخلاص باندې خپل تجارت او کاروبار وکړي دا په حقیقت کې عبادت دی او الله ج به ورباندې ورته ثواب او اجر ورکړي.

د یادونې وړ دی، چې د صنعت او تجارت وزارت او په پکتیا ولایت کې د صنعت او تجارت  ریاست په بشپړه همکاري د خصوصي شرکتونو له لوري د (تور الماس) تر نامه لاندې د افغان توکو او تولید دائر شوی لومړی نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او بېلا بېل شرکتونه به پکې خپل تولیدي توکي نندارې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

BACK TO NEWS