خبرتیا

pu_admin
hh

خبرتیا!

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونونو او مؤسسو خالي علمي کادري بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپارل شوي دي، چې د نوم لیکنې او ازموینې اخیستنې لپاره یې د زونونو مرکزي پوهنتونونه ځانګړي شوي دي. دا چې د پکتیا او شیخ زاید پوهنتونونو، د پکتیکا او لوګر لوړو زده کړو مؤسسو لپاره مرکزي پوهنتون د (پکتیا پوهنتون) ټاکل شوی دی، نو ټول هغه په شرایطو برابر وروڼه او خویندې چې غواړي د خپلې خوښې علمي کادري بست ته نوم لیکنه وکړي، باید لاندې اړین توکي له ځانه سره ولري.

۱- د وزارت له سایټ څخه د بست د اعلان کاپي

۲- یو قطعه عکس

۳- په ملي ژبه د نمرو اصل ترانسکرپت

۴- د دیپلوم رنګه کاپي

۵- د تذکرې رنګه کاپي

۶- پلاستیکي دوسیه

یادونه: یادو علمي کادري بستونو ته د لېسانس، ماسټر او دوکتور په سویه علمي کادرونه نوم لیکنه کولای شي.

د نوم لیکنې لپاره د استادانو لوی مدیریت ته مراجعه وکړئ.

د نوم لیکنې د پای نېټه: ۵ / ۱۲ / ۱۴۰۰

Latest announcements

Tue, Nov 29 2022 11:10 AM
Background image

!خبرتیا

خبرتیا!
پکتیا پوهنتـــون ته د ۱۴۰۱ کال کانکــور له لارې بريالي شويو مــحصلینو ته خـــبر ورکول کیږي، چې د نوم لیکنې بهیر  يې له ذکر شوي مهال وېش سره سم پیل شوی.
یادونه: هر زده کوونکی . . .

Fri, Oct 21 2022 10:45 AM
Background image

خبرتیا

خبرتیا!
پکتیا پوهنتون کې د عــــلماء کرامو د اسنادو ارزونې ځانګړو فـــورمو د وېش لــــــــــړۍ د راتلونکي شنبې له ورځې څخه چې د ۱۴۰۱/۷/۳۰ نېټې سره سمون خوري،پیلیږي.
هغه عــلماء کرام دي . . .

Sat, May 28 2022 11:03 PM
Background image

د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بستونو اعلان

د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بستونو اعلان!
د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره په لومړي ځل لاندې څانګو کې د دوکتورا، ماسټرۍ  او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا . . .

Back to announcements