د۱ ۱۴۰ کال، ثور ۲۸، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sat, May 21 2022 2:14 PM
a

د۱ ۱۴۰ کال،  ثور ۲۸،  پکتیا پوهنتون
نن  چهار شنبه د پکـتیا پوهنتون ناستو په تالار  کې د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د پکـتیا پوهـــــنتون د  علمـي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي تر رهبرۍ لاندې چې د محصلانو چارو مرستیـال پوهنمل محمد نعیم وصال، مالــي او اداري چـارو مرستیال سیف الله محمدي ، د کادري روغتون رئیس ، پوهـــــــنځیو رئيسانو او استادانو پکې ګډون درلوده وشوه.
د ناستې په پیـــل کې د قرانکریم څو مبـارک ایاتونه تلاوت شول ، وروسته د علمي چارو مرســــــتیال پوهنمل سیف الرحمن روهي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل په پوهنتون کې د چارو د ښه ترسراوي په موخه یو له بل    سره پر ټولو موضوعاتو همغږي مهمه ده.
نوموړي د قلم علمي مجلې لپاره د یو تعداد نویو غړیو پر ګمارنې هم بحث وکړ او په وینا یې دا کار یې د علمي مجلې د بډاینې په موخه کړی.
د یـادونې وړ ده، چې  وروسته پر بېلا بېلو موضــــــوعاتو لکــــــه:د اســتادانو پر عـلــمي ترفیــعاتو، د علـــــــمي رتبو پر تثبیت ،انفکاک، د ځینو ډيپارټمـــنټو د چارو پر انسجام او په اجنډا کې شاملو  نورو موضوعاتو ګډ بحث وشو، او د ځیــــنو مسایلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.

ناسته د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 17 2025 10:28 AM
Background image

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د. . .

Thu, May 15 2025 9:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

BACK TO NEWS