د قلم علمي ـ څېړنیزې مجلې د هئیت تحریر کمېټې ناسته ترسره شوه.

pu_admin
Tue, Aug 12 2025 9:24 AM
qa

د قلم علمي ـ څېړنیزې مجلې د هئیت تحریر کمېټې ناسته ترسره شوه.

نن ۱۴۴۷/۲/۱۷ مې نېټې سره سمون لري د علمي مجلې آمریت اړوند قلم علمي ـ څېړنیزې مجلې د ټولنیزو علومو د هئیت تحریر کمېټې ناسته ترسره شوه چې د یادې کمېټې د ټولنیزو علومو ټولو غړو پکې ګډون درلود.

یاده ناسته د معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو باندې پیل شوه.

د یادې ناستې د پیل وینا کې د علمې مجلې آمر پوهندوی سید صدرالدین هاشمي د کمېټې له غړو څخه مننه وکړه چې د درسي مصروفیتونو سره سره په دې ډول ناستو کې ګډون کوي.

ناسته کې د قلم علمي ـ څېړنیزې مجلې د ۲۱ مې ګڼې د چاپ لپاره راغلې دټولنیزو علومو مقالو باندې بحث وشو او د قلم علمي ـ څېړنیزې مجلې د اصولو او فارمټ سره وکتل شوې چې وروسته د کمېټې د غړو له لوری ورباندې لازمې پرېکړې ترسره شوې.

یاده ناسته کې د اجنډا سره سم په یولړ نورو موضوعاتو هم بحث وشو او په ورستیو کې ناسته د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS