د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د سپورت کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
Thu, May 01 2025 10:07 AM
abcx

د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د سپورت کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې په دوهمه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له لسمې سره سمون لري، د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د سپورت کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

د سپورت کمېټې په نوبتي ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک او د کمېټې غړو استادانو او کارمندانو برخه درلوده، پيل یې د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

ورپسې د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د سپورت کمېټې ټولو غړو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او له ټولو غړو څخه یې مننه وکړه، چې تل د سپورت کمېټې د چارو په سمبالتیا کې ورسره فعاله ونډه اخلي.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم د پوهنځيو ترمنځ د والیبال پر سیالیو بحث وشو، چې څنګه کولای شي د والیبال دغه سیالي په ښه ډول سره ترسره کړي، څو د پوهنځیو له لوري ټاکل شوې لوبډلې له ترتیب شوي مهال وېش سره سم لوبې وکړي.

د یادونې وړ دی، چې د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پوهنتون لوبو په تالار کې پیل شي.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS