د پکتیا پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د بېلا بېلو شعبو له امرینو او اداري کارمندانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

pu_admin
Tue, Apr 08 2025 8:51 AM
addri

د پکتیا پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د بېلا بېلو شعبو له امرینو او اداري کارمندانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه. دوشنبه د ۱۴۴۶ کال، شوال المکرم میاشتې په نهمه، چې د ۱۴۰۴ کال حمل میاشتې له ۱۸مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د بېلا بېلو شعبو له امرینو او اداري کارمندانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه. د همغږي دغه ناسته کې چې د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي او اړوند شعبو آمرینو او اداري کارمندانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو. لومړی د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د همغږي ګډې ناستې برخوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک د اداري کارمندانو ترمنځ په چارو کې پر همغږي ټینګار وکړ او دا یې د یوې ښې ادارې اصل یاد کړ. ښاغلي محمدي همدارنګه چاپېریال ساتنې په برخه کې د ټولو برخه اخیستل ګډ مسؤلیت یاد کړ او پر خبره یې هڅه دې دا وشي، کومه برخه کې چې ستونزه ويني پر وخت دې د مالي او اداري چارو معاونیت او اړوند شعبه په جریان کې کړي، څو ژر ورته رسېدنه شوې وي. وروسته ناسته کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند پر بېلا بېلو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Wed, Jun 25 2025 9:52 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي. . .

BACK TO NEWS