د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د اړوند معاونیتونو او د دعوت او ارشاد له آمر سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وکړه.

د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د اړوند معاونیتونو او د دعوت او ارشاد له آمر سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وکړه.
دوشنبه د ۱۴۴۶ کال شوال المکرم میاشتې په ۱۶مه، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د حمل میاشتې له ۲۵مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د اړوند معاونیتونو او د دعوت او ارشاد له آمر مولوي محمدخان روحاني سره د ښې همغږي په موخه ناسته وکړه.
پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د اړوند معاونیتونو مرستیالانو او د دعوت او ارشاد آمر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هغوئ چارې او فعالیتونه وستایل او ورڅخه یې په چارو کې د لا ښې همغږي هیله هم څرګنده کړه.
پوهنتون رئیس همدارنګه مرستیالانو او د دعوت او ارشاد له آمر مولوي صاحب محمدخان روحاني څخه غوښتنه وکړه، څو هر یو په خپله برخه کې ورته سپارل شویو مسؤلیتونو ته پوره متوجې و اوسیږي، په پوهنتون کې ټولې هغه برخې چې د هر معاونیت اړوند وي، اړوند معاونیت دې له چارو څخه پر وخت څارنه او نظارت هم ترسره کړي.
وروسته د اړوند معاونیتونو مرستیالانو او د دعوت او ارشاد آمر خپلې غوښتنې او نظریات د پوهنتون له ریاست مقام سره شریک او ورڅخه یې په اړوند برخو کې د بشپړې همکاري هیله هم څرګنده کړه.