د پکتیا پوهنتون ریاست او د بدني روزنې د ریاست تر منځ د همکاریو پر تړون لیک او ځینې نورو مهمو مسایلو لمړنۍ ناسته

pu_admin
Wed, Jul 14 2021 10:31 AM
w

د پکتیا پوهنتون ریاست او د بدني روزنې د ریاست تر منځ د همکاریو پر تړون لیک او ځینې نورو مهمو مسایلو لمړنۍ ناسته!

دوشنبه د غبرګولي څلورویشتمه د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی ډاکټر سیدولي جلالزي د پکتیا ولایت د بدني روزنې ریاست له رییس داؤد محظوظ سره په خپل کاري دفتر کې ناسته درلوده، چې د دواړو ادارو تر منځ د ګډو همکاریو پر تړون لیک د لاسلیک په مورد بحث او خبرې پکې وشوې؛ دا تړون لیک چې: د دواړو ادارو د شته امکاناتو څخه په ګډه ګټه پورته کول او هغه څه چې لري، او د بدني روزنې په برخه کې د دواړو خواوو همکاري، په ټولنه کې د سپورټ اهمیت او رول په برخه کې د محصلینو د عامه پوهاوي لپاره د غونډو او کنفرانسونو په لاره اچول او همدې ته ورته د سپورټ نمایشونو او د پکتیا پوهنتون په جمنازیوم کې د لوبو په لاره اچولو پر سر به را څرخي په برکې نیسي.

په پای کې دغه ناسته د دواړو خواوو لخوا د همکاریو په کلک هوډ سره پای ته ورسیده.

 

Latest news

Wed, Jun 25 2025 9:52 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي. . .

BACK TO NEWS