د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
Tue, Jul 22 2025 3:44 PM
sh

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۲۶مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له ۳۱مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

علمي شورا نوبتي ناسته کې چې د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي سربېره د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د یو  شمېر آمرینو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د ناستې برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د کیفیت لوړاوي په برخه کې د چارو او فعالیتونو پر چټکوالي له برخوالو سره مالومات شریک کړل.

پوهنتون رئیس همدارنګه د علمي شورا له برخوالو وغوښتل هڅه دې دا وکړي، چې د چارو اړوند مسؤلین خپلو چارو او کارونو ته پوره متوجې کړي، څو یې چارې ورسره منظمې او لا ګړندۍ شي.

وروسته د علمي شورا نوبتي ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه: د معاونیتونو او پوهنځيو پر راپورنو، د یو شمېر څانګو د چارو پر انسجام، د استادانو د تقرر او ترفېعاتو پر دوسیو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Tue, Jul 29 2025 8:00 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلورمو ټولګيو محصلانو د پروژو او مونوګرافونو څخه د دفاع لړۍ پیل شوه.

د پکتیا پوهنتون کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلورمو ټولګيو محصلانو د پروژو او مونوګرافونو څخه د دفاع لړۍ پیل شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې. . .

Sun, Jul 27 2025 3:32 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون او ناروېژن کمېټې له لوري ګډه یا مشارکتي څېړنه پیل شوه.

د پکتیا پوهنتون او ناروېژن کمېټې له لوري ګډه یا مشارکتي څېړنه پیل شوه.

نن ۱۴۴۷/۲/۲ مې نېټې سره سمون لري د پکتیا پوهنتون او ناروېژن کمېټې له لوري په پکتیا ولایت احمدابا ولسوالۍ سیدخېلو. . .

BACK TO NEWS