د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت چې له تېر یو کال راهیسي یې د پوهنتون عمومي ریاست تر چتر لاندې پر فعالیت پيل کړی مسولین یې په تېر یو کال کې د لاسته راوړنو خبره کوي.

pu_admin
Mon, Feb 10 2025 11:11 AM
Sa

د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت چې له تېر یو کال راهیسي یې د پوهنتون عمومي ریاست تر چتر لاندې پر فعالیت پيل کړی مسولین یې په تېر یو کال کې د لاسته راوړنو خبره کوي.

د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت  د افغانستان اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس دائرول، د قلم علمي او څېړنیزې مجلې ۱۹مې ګڼې چاپ کول، د استادانو لپاره په څېړنیزه برخه کې د سمینارونو، ورکشاپونو او کورسونو دائرول، محصلانو لپاره د تشویقي برنامو په لاره اچول، د لابراتوارونو غنی کول، په پوهنځيو کې د الکترونیکي کتابتونونو جوړول او یو شمېر نندارتونونه دائرول په تېر کال کې د لاسته راوړنو په توګه یاده وي.

ښاغلی حکمت همدارنګه په راتلونکی کال کې هم د یو شمېر پروژو ، پروګرانو او برنامو د دائرولو خبره کوي، چې پر اساس به یې پوهنتون تر ډېره له نظري برخې څخه عملي برخې ته را ووځي او ورسره به یې د استادانو لپاره د غوره تحقیق او محصلانو لپاره د عملی زده کړو زمینه برابره شي.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS