د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته وشوه.

pu_admin
Mon, Jul 07 2025 1:04 PM
ma

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته وشوه.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له ۱۵مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته وشوه.

د مالي او تدارکاتي کمېټې په نوبتي ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي سربېره د کمېټې غړو استادانو او اداري کارمندانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د کمېټې غړو استادانو او کارمندانو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او له ټولو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه، چې ورسره د کمېټې د چارو په تنظیم کې فعاله ونډه اخلي.

وروسته ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم د بېلا بېلو پوهنځیو د لابراتوارونو پر غني کولو، د استادانو لپاره د لیلیې په برخه کې د سهولتونو پر رامنځته کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Tue, Jul 29 2025 8:00 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلورمو ټولګيو محصلانو د پروژو او مونوګرافونو څخه د دفاع لړۍ پیل شوه.

د پکتیا پوهنتون کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلورمو ټولګيو محصلانو د پروژو او مونوګرافونو څخه د دفاع لړۍ پیل شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې. . .

Sun, Jul 27 2025 3:32 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون او ناروېژن کمېټې له لوري ګډه یا مشارکتي څېړنه پیل شوه.

د پکتیا پوهنتون او ناروېژن کمېټې له لوري ګډه یا مشارکتي څېړنه پیل شوه.

نن ۱۴۴۷/۲/۲ مې نېټې سره سمون لري د پکتیا پوهنتون او ناروېژن کمېټې له لوري په پکتیا ولایت احمدابا ولسوالۍ سیدخېلو. . .

BACK TO NEWS