د پکتیا پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږي امریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځيو د څلورمو ټولګیو له نماینده ګانو سره پر یو لړ موضوعاتو د ښې همغږي ناسته وشوه.

pu_admin
Thu, May 15 2025 9:14 AM
Mass

د پکتیا پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږي امریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځيو د څلورمو ټولګیو له نماینده ګانو سره پر یو لړ موضوعاتو د ښې همغږي ناسته وشوه.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږي امریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځيو د څلورمو ټولګیو له نماینده ګانو سره پر یو لړ موضوعاتو د ښې همغږي ناسته وشوه.

د محصلانو سره د ښې همغږي په موخه جوړه شوې ناسته کې د پکتیا پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږي آمر نصرالله ظهیر د خبرو پر مهال محصلان وهڅول څو د دوی ستونزو ته د ښې رسیده ګي په موخه کوښښ وکړي، څو د ستونزو د شریکولو پر مهال سلسله مراتب په نظر کې وساتي.

ښاغلي ظهیر همدارنګه د محصلانو له نماینده ګانو څخه وغوښتل څو هغه پیغامونو او مالومات چې دوی ته د پوهنتون ریاست یا هم محصلانو چارو معاونیت له لوري ورکول کیږي، پر وخت دې له نورو محصلانو سره شریک کوي، چې په اړه یې ژر پوهاوی ترلاسه شوی وي.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر یو لړ موضوعاتو لکه: د مونوګرافونو او پروپوزلونو پر ژر نهایي کېدلو، په درست ډول له تدریسي مدیریتونو سره د شهرت په شریک کــــــــــــــــولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Mon, Jul 07 2025 1:04 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته وشوه.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له ۱۵مې، سره. . .

BACK TO NEWS