د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د کارموندنې مهارتونو بورډ غونډه دائره شوه.

pu_admin
Tue, Apr 22 2025 11:46 AM
mm

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د کارموندنې مهارتونو بورډ غونډه دائره شوه.

دوشنبه د ۱۴۴۶ کال شوال المکرم میاشتې په ۲۳مه، چې د ۱۴۰۴ کال ثور میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د کارموندنې مهارتونو بورډ غونډه دائره شوه.

د بورډ غونډه کې چې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت، محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک او د بورډ غړو استادانو او کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څومبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د بورډ غړو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او د کارموندنې د بورډ پر اهمیت یې د ناستې برخوالو سره مالومات شریک کړل.

وروسته ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم د بورډ اړوند پر یو لړ موضوعاتو لکه: د بورډ لپاره د دندو پر لایحې جوړولو، د بورډ په طرزالعمل او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS