د پکتیا پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پکتیا امارتي او زم زم خصوصي پوهنتونونو استادانو ته (پر پایلو ولاړ او محصل محوره زده کړو) لس ورځنی ورکشاپ دائر شو.

pu_admin
Sun, Aug 24 2025 1:52 PM
hgf

د پکتیا پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پکتیا امارتي او زم زم خصوصي پوهنتونونو استادانو ته (پر پایلو ولاړ او محصل محوره زده کړو)  لس ورځنی ورکشاپ دائر شو.
یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې لومړۍ، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له دوهمې نېټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پکتیا امارتي او زم زم خصوصي پوهنتونونو استادانو ته (پر پایلو ولاړ او محصل محوره زده کړو) لس ورځنی ورکشاپ دائر شو.
د ورکشاپ د پیل پر مهال چې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د مسلکي پرمختیا مرکز آمر پوهندوی عبدالناصر ستانکزي، د پکتیا امارتي او زم زم خصوصي پوهنتونونو استادانو برخه درلوده، پیل یې د معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
لومړی د مسلکي پرمختیا مرکز آمر پوهندوی عبدالناصر ستانکزي د دائر شوي لس ورځني ورکشاپ پر لنډه پېژندنه، ارزښت او اهمیت باندې له برخوالو سره مالومات شریک  کړل.
ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د ورکشاپ برخوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ استادان وهڅول څو په دا ډول برنامو او پروګرامو کې چې د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د ظرفیت لوړونې په موخه په لاره اچول کیږي، پکې دې فعاله ونډه واخلي.
ورپسې د ټرینر استادانو له لوري  (پر پایلو ولاړ او محصل محوره زده کړو) باندې د ترتیب  شويو پریزینټېشنونو د ارایه کولو لړۍ پیل شوه.

Latest news

Mon, Aug 18 2025 9:50 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون له ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه (۸۱)تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

د پکتیا پوهنتون له ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه (۸۱)تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې  ۲۳م. . .

BACK TO NEWS