د ۱۴۰۰ ه ش کال، جدي ۱۲ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۰ ه ش کال، جدي ۱۲ مه، پکتیا پوهنتون
د نړیوالو طبي عاجلو مرستو موسسي مسؤل ډاکټر فریدالله ایوبي د پکتیا پوهنتون له رئیس پوهنمل عبیدالله اخند زاده، علمي معاون دکتور عبدالله احمدي ، طب پوهنځي له رئیس او کادري روغتون له سرطبیب سره وکتل.
د پوهنتون رئیس اخندزاده نوموړي او ورسره راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د پکتیا پوهنتون اړوند کادري روغتون ټولي ستونزي یې ورسره شریکې کړې.
ډاکټر ایوبي د پکتیا پوهنتون له کادري روغتون سره د هر ډول مرستي او همکاري ډاډ ور کړ.
د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت