د ۱۴۰۰ ه ش کال، کب ۲مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Thu, Mar 03 2022 1:13 AM
aa

د ۱۴۰۰ ه ش کال، کب ۲مه، پکتیا پوهنتون

دوشنبه د پکتیا پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته په ریاست مقام کې چې مشري یې ددې پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده کوله تر سره شوه.

غونډه کې د پکتیا پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو برخه درلوده، د معمول په څېر د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه.

وروسته د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده خبرې وکړې، نوموړي وویل: هغه ستونزې چې د تحصیلي ادارو پر وړاندې موجودې وې له منځه تللې او ډاډ یې ورکړ چې ژر به د پکتیا پوهنتون دروازه هم د محصلینو پر مخ پرانستل شي.

پوهنتون رئیس زیاته کړه، له رهبري شورا سره په ګډه یې په داسي پلان کار کړی، چې له مخې به يې د انجونو او هلکانو ټولګي جلا او د زده کړې یو خوندي چاپیریال برابر کړي.

نوموړي د انجونو لپاره د لیلې ستونزه هم حل وبلله او په خبره یې د روغنیاتو د پېرلو لپاره یې له وزارت څخه د کافي بودیجې منظوري اخیستې.

وروستیو کې د رهبري شورا ګډونوالو ترمنځ د يو شمېر مسائلو په موخه ازاد بحث وشو او د ځينو موضوعاتو په اړه پرېکړې هم وشوې.

ناسته د اختتامیه دعا په ویلو پای ته ورسېده.

د عامه اړیکو او نشراتو لوی مدیریت

Latest news

Sat, May 17 2025 10:28 AM
Background image

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د. . .

Thu, May 15 2025 9:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

BACK TO NEWS