د ۱۴۰۰ کال، سلواغې ۲۷ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Tue, Feb 22 2022 2:17 PM
aa

 

د ۱۴۰۰ کال، سلواغې ۲۷ مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت ته پوهنمل سیف الرحمن روهي د رئیس الوزرا د ځانګړي حکم پر اساس وټاکل شوو.

د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې پوهنمل سیف الرحمن روهي، د پکتیا پوهنتون مرستیالانو، استادانو او اداري کارمندانو ته د پوهنتون علمي چارو مرستیال په توګه ور وپیژندل شو.

د پوهنتون رئيس له پخواني علمي مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالله احمدي څخه د زړه له کومې مننه وکړه او د پکتیا پوهنتون لپاره یې د نوموړي ټولې لاسته راوړنې او هڅې وستایلې.

د پوهنتون رئیس نوي علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او د لوی خدای ج له دربار څخه یې ورته په کارونو کې د بریا غوښتنه وکړه.

په پکتیا کې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي قاضي عبدالواحد همت هم د پخواني علمي مرستیال له چارو څخه په مننې وویل: مونږ او تاسو ټول مسؤلیت لرو، چې ددغه لوی علمي بنسټ لپاره شپه او ورځ کار وکړو، تر څو ځوان قشر مو په اسلامي او ملي روحیه سمبال مسلکي وروزل شي.

بل خوا نوي ټاکل شوي علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي په خپلو خبرو کې خپله دنده صلاحیت نه بلکې مسؤلیت یاد کړ، او د لوړو زده کړو وزارت او پکتیا پوهنتون له رهبري څخه یې مننه وکړه، چې په ده یې دومره ستر اعتماد کړی.

عامه اړیکو او نشراتو لوی مدیریت

Latest news

Sat, May 17 2025 10:28 AM
Background image

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د. . .

Thu, May 15 2025 9:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

BACK TO NEWS