د ۱۴۰۱ ه ش کال، حمل۲۱ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Mon, Apr 25 2022 9:16 AM
a

د ۱۴۰۱ ه ش کال، حمل۲۱ مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون له ادبیاتو پوهنځي څخه په لسګونو تنه زده کړيالان فارغ شول.

په دې مناسبت د پکتیا پوهنتون عمومي جمنازیوم کې جوړ شوي مراسم چې مرستیال والي شیخ عزیزالرحمن منصور، د پوهنتون رئیس پوهنمل عبید الله اخندزاده، محصلانو چارو مرستیال پوهنمل نقیب الله ځاځي، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلینو او راغلو میلمنو پکې برخه درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.

وروسته د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار رحیم الله داوودزي ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او له راغلو میلمنو څخه یې مننه وکړه، چې له دوی سره یې د فراغت په ویاړ جوړه شوې ناسته کې برخه اخیستي.

پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ناستې ته په خپلو خبرو کې د زده کړیالانو پر مسؤلیت بحث وکړ او په وینا یې فارغ شویو ټولو زده کړیالانو ته په کار دي، چې د خپل علم او پوهې په برکت سره د دین، خاورې او ولس خدمت خپله اصلي دنده وګڼي.

د پکتیا مرستیال والي شیخ عزیز الرحمن منصور په خپلو خبرو کې فارغ شویو محصلینو ته په خطاب کې وویل د وطن ابادي په تاسو پوري اړه لري او هیڅکله د دښمن د بې ځایه تبلیغاتو ښکار نشئ.

ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې زیاته کړه، نړیوال مو د وسلې په زور مات کړل او اوس به د علم او پوهې په اساس خپلې خاورې او ولس ته خدمت کوو.

د یادونې وړ ده، چې د پکتیا پوهنتون ادبیاتو پوهنځي له څلور څانګو پښتو، دري، انګلیسي او ژورنالیزم څخه ټول ټال ۲۰۵ تنه زده کړیالان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

ناسته د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS