د ۱۴۰۱ کال،  تلې ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Fri, Oct 21 2022 10:57 AM

د ۱۴۰۱ کال،  تلې ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې د میلاد النبي په مناسبت  پرتمینه جلسه ترسره شوه.
جلسه کې د پکتیا مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین،  د بېلا بېلو دولتي ادارو مسؤلینو، د پوهنتون استادانو او زده کړیالانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
ورپسې جید عالم مفتي محمد عمر فضلي زده کړیالانو ته د نبي (ص) د صورت او سیرت په اړه مفصل معلومات ور کړل، هغه زده کړیالان له نظام څخه ملاتړ ته روبلل او په خبره یې په ډېرو سختیو سره مو دا نظام تر لاسه کړی او ورڅخه ملاتړ مو هم باید دوامدار وي.
د پکتیا مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین په خپلو خبرو کې د زده کړیالانو قربانۍ په تېرو څو کلونو کې د قدر وړ او نه هیریدونکې وبللې او هغوی یې وهڅول تر څو نبوي سنت پر خپلو ځانونو په بشپړ ډول عملي کړي.
ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS