د ۱۴۰۱ کال، حمل ۱۶ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، حمل ۱۶ مه، پکتیا پوهنتون
سه شنبه د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د ګردیز له ښاروال مولوي شریف الله الهام سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.
پوهنتون رئیس د محصلینو ستونزې چې په کرایو او نورو برخو کې یې درلودې له ښاروال سره شریکې کړې.
ګردیز ښاروالي د پکتیا پوهنتون زده کړیالانو ستونزې پر ځای یادې کړې او په خبره یې هڅه کوي هر څومره ژر چې کیږي، ستونزې به یې حل کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت