د ۱۴۰۱ کال، وږي ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، وږي ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون
د لوړو زړه کړو وزارت مرستیال وزیر دوکــــــتور لطــف الله خیرخواه د پکتیا پوهنتون محصلین وهڅول، تر څو خپلو زده کړو ته په لوړ عزم دوام ورکړي.
نوموړي عصري زده کړې د وخت ضرورت یاد کړ او په خبره یې هیواد مو په هره برخه کې مسلکــــي کسانو ته ضرورت لري.
بل خوا د پکتیا مرستیال والي شیخ عزیز الرحمن منصور محصلینو ته په خطاب کې وویل: هڅه دې وکړي، چې له پردي فرهنګ او کلتور څخه ځانونه وساتي، تر څو ټولنه مو له شته بدمرغیو څخه خلاصه شي.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت