د ۱۴۰۱ کال،ثور لومړۍ، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Mon, Apr 25 2022 10:58 AM
a

د ۱۴۰۱ کال،ثور لومړۍ، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون له انجیــــنري پوهنځي ۱۴۰ تنه زده کړیالان فارغ شول.

په دې مناسبت د پکتیا پوهنتون ناســـــتو په تالار کې جوړو شویو مراسمو ته د پکتیا پوهنتون انجــینري پوهنځي رئیس پوهنمل حمیدالله صدیقي، پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ، د پکتیا پوهــــــنتون پخواني رئیس پوهــــــندوی ســیدولي جلالزي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل نقیب الله ځاځي یو پر بل پسې د غونډې ګډونوالو ته خبرې وکړې.

پوهــــــــنتون رئیس فارغ شویو محصلینو ته په خطاب کې وویل چې هــــــــــــیواد مو تازه له جګړې راوتلی او اوس یو سپیڅلی اسلامي نظام لرو، نو مونږ او تاسو ته پکار دي چې له نوي اسلامي نظام سره له نږدې ګډکار وکړو.

نوموړي زیاته کړه دا هیواد ستاسو په شان پوهو او مســلکي اشخاصو ته ضرورت لري، چې وکولای شي د هیوادوالو ټولو دردونو ته دوا شي.

د یادونې وړ ده، چې د پکتیا پوهنــــــتون انجینري پوهنځي څخه دغو ۱۴۰ تنو فارغو زده کړیالانو په دوو څانګو سیول او برق کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS