د ۱۴۰۱ کال، ثور لومړۍ، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Mon, Apr 25 2022 11:09 AM
a

د ۱۴۰۱ کال، ثور لومړۍ، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د نړیوالو عاجــــــــلو طبي مرستو موسسې د همغږۍ له مسؤل محمد سخي حلیمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د عاجــــــــلو طبي مرستو د همغږي مسؤل د پکتیا پوهنتون رئیس ته د پــــــــــوهنتون اړوند کادري روغتون سره د طبي لوازمو د مرستې ډاډ ورکړ.

هغه وویل ژر به یې د طبي مرستو یوه اندازه د پوهـــــنتون اړوند کـادري روغــتون ته په واک کې ورکړي او په خبره یې مرستې به یې لا دوام پيدا کړي.

بل خوا د پوهـــــــــــنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د نړیوالو عاجـــــــــلو طبي مرستو موسسې د همغږي له مسؤل څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې له هیـــــوادوالو خصوصا د پکتیا پوهنــــــــتون سره په دې سختو اقتصادي شرایطو کې د طبي لوازمو مرسته کوي.

هغه وویل دا مرسته یې له پکتیا پوهـــــنتون سره نه، بلکې ټول هیواد سره ده ځکه چې دلته د هر ولایت او هرې سـیمې ځوانان روزل کیږي.

د یادونې وړ بولو، چې د پوهنتـــــــــون علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي او طب پوهنځي رئیس پوهنیار محمد شریف فـــــرقاني هم له PU-AMI موسســـــــې څخه مننه وکړه، چې له دوی سره مرستې ته چمتوالی لري.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

Latest news

Sat, May 17 2025 10:28 AM
Background image

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د. . .

Thu, May 15 2025 9:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

BACK TO NEWS