Biography Of Chancellor

د پکتيا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم (حمدي) اخندزاده لڼده پېژندنه

Jumobagh@gmail.com +93708994256

مولوي عبدالحکیم (حمدي) د مولوي خلیل الرحمن أخندزاده زوی د مولوي حمدالله أخندزاده لمسۍ د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز د رباط د کلي أوسېدونکی دی. ښاغلي حمدي صیب (۱۰/۱۰/۱۳۴۸ هـ ق)  نېټه دې فاني نړۍ سترګې پرانيستي او د ژوند لومړنی پسرلی يې پيل کړ. نوموړي خپلې  لومړنۍ، منځنۍ او عصري  زده کړې يې د پېښور د کوهات هنګو سيمې یوه متوسطه ښونځي کې تر سره کړې او بیا یې دیني زده کړې د کوهاټ په مختلفو دیني مدارسو کې د تکمیل تر درجې پورې ترسره کړې دي.

ښاغلي حمدي صیب د موقوف علیه او عالمیه درجې د زده کړو په موخه د هيواد د وياړلي جهادي او علمي شخصیت د منبع العلوم  د بنسټګر مرحوم مولوي جلال الدین حقاني علمي درسګاه ته د زده کړو په موخه لار پيدا کړه او له دغه جامعې څخه یې په (۱۹۹۳م) کال کې له  دیني  علومو په څانګه کې د فراغت سند تر لاسه کړی او پر همدغه کال یې د وفاق المدارس د عالمیه درجې په ازموينه کې ګډون وکړ، چې د جید په درجه یې د وفاق المدارس سند هم  په بر یالیتوب ترلاسه کړی، چې نوموړی سند ته په پاکستان کې د (MA)  اعبار ورکول کيږي. له فراغت سره سم يې د سروزئ د کلي په أم العلوم مدرسه کې یو کال تدریس چارې پرمخ يوړوې، له نوموړې مودې وروسته د حقاني صاحب په مدرسه کې د مدرس په توګه  د مرحوم حقاني صاحب په سپارښتنه مقرر شو.

ښاغلي حمدي صیب له تدريس سره د خورا ذوق له وجې د حقاني صيب په مدرسه کې د مدرس دنده ترسره کوله، بیا یې په خوست کې د مشهور علمي شخصیت مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب  سره په هغه اداره کې چې د نوموړي عالم لخوا جوړه شوې وه، د پولیسو په قومنداني کې د سمونمل په بست د مخابرې مسؤلیت  ترسره کړ. کله چې د طالبانو اسلامي تحریک خوځښت پیل شو او د خوست فتح رامنځ ته شوه،  نو مولوي عبدالحکیم (حمدي) لومړۍ د مرافعه څارنوال په توګه  وګمارل شو او بیا د عدلیه وزارت د حکم په اساس د جنوبي زون امارتي قضایاو (قضا دولت) د مسؤل په توګه وټاکل شو، په شل کلن جهادي بهیر کې له بهر څخه د مالي ملا تړ سره سره  د جنوب ختیځې حوزې د پوهنې د کمیسیون غړی او مالي مسؤل وټاکل  شو، نوموړی د وروستۍ فتحې تر راتګه له معارف سره پاتې شوی، د هېواد له بشپړې فتحې څخه وروسته د کورنیو چارو د وزا رت په  دایره کې  رياست الوزرا د ۳۷۱ ګڼه او ۱۸/ ۰۴/ ۱۴۴۳ نېټې حکم په اساس د ستراتیژیکو اړیکو د لوی رئيس،  د رياست الوزرا ۱۳۹۹ ګڼه او ۲۹/ ۰۷/ ۱۴۴۳ نېټه حکم په اساس د پاسپورت رئیس او بيا د رياست الوزرا ۷۴۸ ګڼه او ۱۲/ ۰۳/ ۱۴۴۴ نيټې حکم په اساس د لوژستیک  رئيس مسؤليتونه په خورا ديانت او امانتدارۍ سره ترسره کړي دي. دا چې ښاغلي له تحصيلي ادارو سره خورا مينه درولوده، د علاقي له مخې يو ځل بيا د لوړو زده کړو وزارت په لوري خپل مزل پيلوي، چې په پيل کې د اميرالمؤمنين د شفاهي حکم په اساس لومړی د خوست شیخ زاید پوهنتون د سرپرست په  توګه او بیا په ( ۶/۲/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د مقام د وړانديز او د امیرالمؤمنین د ۸۳۷ ګڼه او ۱۲/ ۰۲/ ۱۴۴۵ نېټې حکم پر اساس د پکتیا پوهنتون د رئیس په توګه تقرر حاصلوي، الله جل جلاله دې په چارو کې بريالی او سرلوړی لري.

أثار او ژباړې:

۱-  اشراط الساعه (پښتو) چاپ

 ۲-حکم الاختلاط (پښتو) چاپ

۳- د أمت د شړیدلي تعمیر بیا رغونه، ناچاپ

۴- د حکومت آداب (ژباړه) چاپ

۵- مسلمانې میرنې، ناچاپ

په درنښت