د ۱۴۰۱ کال، ثور ۲۰ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Tue, May 10 2022 3:32 PM
a

د ۱۴۰۱ کال، ثور ۲۰ مه،  پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته پوهنمل محمد نعیم وصال د نوي معاون په توګه ورمعرفي شو.
د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د نوموړي د معرفي په مراسمو کې د محــــــــــــصلانو چارو له پخواني مرستـــیال پوهنمل نقیب الله ځاځي څخه د زړه له تله مننه وکړه.
پوهنتون رئیس د ښـــاغلي ځاځي کړنې وستایلې او هغه یې پر کار پوه او تجربه کار شخص یاد کړ، خو په خبره یې ادلون بدلون د یوې ادارې اصل دی. هغه د محـــــــــصلانو چارو نوي مرستـــــــیال ته د دندې د مــــبارکي ترڅـــــــنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
وروسته د پوهــــــــنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د محـصلانو چارو لپاره نوي مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصـــال ته په چارو کې د بریا هیله وښوده او په خبره یې مونږ ټول به په ګډه کار کوو تر څو هغه څه ته چې د پوهنتون لپاره د خلکو او ولس غوښتنه ده ورسیږو.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS