د ۱۴۰۱ کال، جوزا ۸ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، جوزا ۸ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهــــنتون د تضمین کیفیت امـــریت لــــخوا د طب پوهنځي استادانو ته د کیفیت لوړونې په موخه دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.
د تضمــین کیفیت امـــر او ددې ورکشاپ تنــظیم کــــوونکی پـوهنمــــل دوکـــتور نـــورا جـان عـــاطف وایــي له دې ډول ورکشاپونو څخه یې موخــه اسـتادانو ته د معياري ښوونیز پلان، ښـوونيزو موادو طرحې، د ډيزاين لارې چارې او عملي مهارتونه ورپېـــژندل دي، تر څو په ټولګيو کې د ښوونې او تدريس پروسې معياري کېدو ته لاره هواره شي.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت