د ۱۴۰۱ کال، حمل ۶ مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتـــــون کې د رهــبري شورا نوبـــتي ناستـــه ددې پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې دائره شوه.
ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، بېلا بېلو څانګو امرینو او استادانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو. لومړی د پکتیا پوهنتــون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ګډونوالو ته د ښه راغـــلاست ویلو تر څنـــګ د پوهنځیو له رئیس صاحبانو څخه وغوښتل چې د استادانو او کارمندانو حاضري ته متوجې شي. نوموړي د استـــــادانو او کارمندانو پر خپل وخت دندو ته حاضري لازمه وګڼله او د رهبري شورا له غړو څخه یې هم وغوښتل چې پر خپل وخت باید ناستو ته حاضر شي.
همدارنګه ناستـــه کې د نیالـــګیو کــــېنولو لپاره کمپاین ته د چمتولي ترڅنګ پر یو شمېر نورو مسائلو هم بحث وشو او د ځینو موضوعاتو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
ناسته د دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېده.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت