د ۱۴۰۱ کال، زمري لومړۍ، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، زمري لومړۍ، پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده او د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیـف الرحمن روهي د ۱۴۰۱ تحصیلي کال د پسرلني سمستر له ازموینو څخه لیدنه وکړه. د پوهنتون رئیس زده کړیالانو ته په ازموینو کې دشفافیت ډاډ ورکــــړ او په وینا یې هر زده کړیال ته د خپلې وړتیا له مخې نمرې ورکول کیږي. نوموړي استادان او د امتحاناتو کمېټې غړي هم وهڅول چې تر خپله وسه پوري دې شفافیت ته لاره پرانیزي.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت