د ۱۴۰۱ کال ، تلې ۱۸مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Tue, Oct 11 2022 10:00 AM
a

د ۱۴۰۱ کال ، تلې ۱۸مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهـــنتون کې د پکتیا پوهنتون ، لوګر او پکتیکا لوړو زده کړو موســسو څلورو علمي خالي کادري بستونو ته له (۳۰) تنو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.
د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده نومـــاندانو ته په ازموینه کې د پوره شفافیت ډاډ ورکړ او په خبره یې دوی غواړي د ازاد رقابــت له لارې وړ او پوه کسان د ښوونکو په توګه په دندو وګماري.
د یــــادونې وړ دی ، چې په بهرنۍ ژبـــې ازموینه کې له بـــریالیو کسانو څخه به تخصصي ازموینه د روان کال تـــــــلې میاشتې په ۲۴ مه نېټه چې د  یکشنبې له ورځې سره سمون لري، پکتیا پوهنتون کې اخیستل کیږي.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS