د ۱۴۴۴ کال، شوال ۱۲ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sat, May 06 2023 2:38 PM


د پکتیا پوهنتــــون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال په پوهنځیو کې د پسرلني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.
د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده په پوهنتون کې د پسرلني سمستر تدریسي بهـیر غوره یاد کړ او په خــبره یې له ټولــــو استــــادانو څخه یې غوښتي چې پر خپل وخت د تدریس په موخه ټولګیو ته حاضر شي.
هغه له زده کړیالانو څخه هم وغوښتل چې دوی دې دا وخت یو فرصت وګڼي او تل دې د خپلـــې پوهې د لوړولو لپاره کار وکړي، نوموړي همدارنګه له زده کړیالانو څخه هم جدي غوښتنه وکړه، چې هیڅکله دې غیري حاضري نه کوي.
ښاغلي اخندازه په راتلونکي کې د ښو او غوره فرصتونو په ایجــــــادولو او د زده کړو لپاره د غوره او بهتر چاپېریال د رامنځته کولو ډاډ هم ورکړ.
دیادونې وړ دی، چې د پکتیا پوهنتون رهبري تل د یوه ښه او غوره درسي چاپېریال په رامنځته کولو او همدارنګه زده کړیالانو ته د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو لپاره د زمینې په برابرولو کې هڅې کوي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS