د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۲۵ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Wed, Aug 24 2022 9:10 AM
a

د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۲۵ مه، پکتیا پوهنتون

نن سه شنبه د علمي شورا ناسته ددې پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبرۍ لاندې وشوه
ناسته کې چې د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي، محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال ، پوهنځیو رئیسانو او څانګو امرینو برخه درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
لومړی د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د پسرلني سمستر پر وروستیو ازموینو چې په ښه ډول پای ته ورسېدې خوښي وښوده او په دې برخه کې یې د پوهنځیو له رئیسانو او استادانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چې تېر سمستر یې په پوره بریالیتوب سره پای ته ورساوه.
پوهنتون رئیس د کادري روغتون د بشپړ فعالولو لپاره د یوه پروسیجر جوړول ضرور وګڼل، چې په خبره یې له کمو امکاناتو څخه پوره ګټه پورته کړای شي.
ورپسې د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د تېرې ناستې د پریکړو پر تعقیب مفصل مالومات د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړل.
وروسته ناسته کې د علمي شورا د غړو ترمنـــــځ پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه: د خزاني سمستر  پر پیل ، استادانو پر علمي ترفیعاتو، د علمي رتبو پر تثبیت ،د ځینو ډيپارټمنټونو د چارو پر انسجــــام او په اجنډا کې شاملــو نـــورو مــوضوعاتو بحث وشو او د یو شمېر مسایلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
ناسته د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Latest news

Sat, Dec 14 2024 2:55 PM
Background image

لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۳ هـ.ش، د لیندۍ ۲۲مه، پنجشنبه

لوړو زده کړو وزارت نن ورځ

۱۴۰۳ هـ.ش، د لیندۍ ۲۲مه، پنجشنبه

کندهار پوهنتون

د کندهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو ممتاز، خلاق او نوښتګر محصلان د ېوې شاندارې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

. . .
Thu, Dec 12 2024 9:43 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت اړوند عمومي کتابتون مسؤلینو له لوري د غزني تخنیکي پوهنتون د کتابتون مسؤلینو ته څلور ورځنی ورکشاپ دائر شو.

 

د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت اړوند عمومي کتابتون مسؤلینو له لوري د غزني تخنیکي پوهنتون د کتابتون مسؤلینو ته څلور ورځنی ورکشاپ دائر شو.

پنجشنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادی الثانی میاشتې. . .

Thu, Dec 12 2024 9:10 AM
Background image

لوړو زده کړو زوارت نن ورځ ۱۴۰۳ هـ.ش، د لیندۍ ۲۱مه، چهارشنبه

لوړو زده کړو زوارت نن ورځ

۱۴۰۳ هـ.ش، د لیندۍ ۲۱مه، چهارشنبه

لوړو زده کړو وزارت

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا د پرېکړې پر بنسټ د (۱۱) خصوصي تحصیلي نهادونو جوازونه لغوه شول، یادو. . .

BACK TO NEWS