د ۱۴۴۵ کال، صفرالمظفر ۱۷مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Tue, Sep 05 2023 2:07 PM

د اصلاحي بیانونو لړۍ

د پکتیا پوهنتـــون د دعـــــوت او ارشاد امریت له لوري له اداري کارمندانو سره د دیني موضوعاتو د تشریح او اصلاحي بیان په موخه ځانګړې ناسته وشوه.

د دعوت او ارشــــاد امر مـــــــــولوي محمد خان روحانــي اداري کارمـــــــــــندانو ته د (تعصب څخه د ځان ژغورنې) پر موضوع اصلاحي بیان وکړ او هغوی دې ته وهڅول شول، چې تل دې په ورځنیو چارو، دندو او ورسپارل شویو مسؤلیتونو کې له عدالت او عتــدال څخه کار واخلي او د تل په څېر دې له قوم، سمت او ژب پالنې څخه ډډه او اجتناب وکړي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS