د ۱۴۴۶ ه ق کال، ربیع الاول ۱۲مه، پکتیا پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل پوهنتون د رئیس دوکتور اسامه عزیزي پر مشرۍ هیئت چې د کابل طبي علومو پوهنتون استادانو یې هم ملتیا کوله د پکتیا پوهنتون اړوند تدریــــــــــــــسي روغتون له چارو څخه د څارنې ا

pu_admin
Sun, Sep 15 2024 6:48 PM
a

یکشنبه د ربیع الاول میاشتې په (۱۲)مه د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل پوهنتون د رئیس دوکتور اسامه عزیزي پر مشرۍ هیئت چې د کابل طبي علومو پوهنتون استادانو یې هم ملتیا کوله د پکتیا پوهنتون اړوند تدریــــــــــــــسي روغتون له چارو څخه د څارنې او ارزونې په موخه لېدنه وکړه.

د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ له هغوئ څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې د دوی د تدریسي روغتون اړوند فعالیتونه، ظرفیتونه، امکانات، ستونزې او مشکلات یې له نږدې ولیدل، څو ورته د حل لارې چارې ولټوي.

همدارنګه د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي راغلي هئیت ته د پکتیا پوهنتون او تدریسي روغتون په اړه بشپړ مالومات هم ورکړل.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت څخه د کابل پوهنتون د رئیس دوکتور اسامه عزیزي په مشرۍ راغلي هئیت د پوهنتون د رهبرۍ له چارو څخه په مننې ډاډ ورکړ، چې د دوئ غوښتنې به د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړي، څو ستونزې يې حل او ورته پر وخت رسیده ګي شوې وي.

نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Sep 15 2024 6:32 PM
Background image

پکتیا پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:

اقتصاد پوهنځي؛

ادارې او تشبثاتو څانګه (۱) بست

 

کمپیوتر ساینس پوهنځی؛

معلوماتي سیستمونو څانګه (۱) بست

شبکې انجینري څانګه (۱) بست

 

ښوونې او روزنې پوهنځی؛

اموزش کمپیوتر څانګه (۱). . .

Wed, Jul 31 2024 6:54 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون پر محصلینو د دعوت او ارشاد آمریت بروشور ووېشل شول.

چهارشنبه د روان هجري قمري کال محرم الحرام میاشتې په (۲۵)مه د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت اړوند د محصلینو د دعوت او ارشاد کمېټې له لوري محصلینو ته د عامه پوهاوي په موخه  (په. . .

BACK TO NEWS